IBA

د افغانستان اسلامي بانک جام د سیالیو په لومړۍ ورځ او په لومړۍ شل اوره لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي ټېم د الله په فضل سره وکولای شول د آیرلند لوبډلې ته د اېرلند کرکټ ټېم ته د پنځو وېکټو په توپیر ماتې ورکړي.
دغه سیالۍ چې د افغانستان د اسلامي بانک په مالي ملاتړ د هند د دهرادون ښار د راجیو ګاندي په کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، د کابل پر وخت نن مازدیګر پنځه بجې پیل شوې، او د لومړۍ شل اورېزې لوبې پچه د ایرلنډ لوبډلې و ګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د لوبې د لومړۍ برخې په پای کې د ایرلنډ لوبډلې په ټولو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۲منډې ترلاسه کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۳۳منډو هدف وټاکه.
د لوبې پدې برخه کې د اېرلند د توپ وهونکو له ډلې جورج ډاکرېل ۳۴ناسوځېدلې، سټورټ پوینټر ۳۱ناسوځېدلې او پاول سټرلېنګ ۲۳ډېرې منډې ترلاسه کړې. د افغانستان په استازیتوب محمد نبي او راشدخان دوه-دوه، خو کریم جنت او مجیب الرحمن بیا یوه-یوه ویکټه ترلاسه کړه.
د لوبې په دوهم پړاو کې د افغانستان د کرکټ له ملي ټېم څخه محمد نبي او نجیب الله ځدراڼ له یوه بل سره ښه ملګرتیا وکړه چې د ایرلند کرکټ ټېم له لوري ورکړل شوی هدف یې پوره کړ او د ایرلنډ ټېم ونشوای کولای ددوی د پرله پسې پرمختګ مخه ونیسي
بالاخره د افغانستان د کرکټ ملي ټېم وکولای شول د لوبې په پای کې د اېرلنډ ټېم ته د پنځو ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړي او پدې توګه د افغانستان اسلامي بانک جام د لومړی شل اوریزې سیالی ګټونکی شي.
د افغانستان د اسلامي بانک اداره پداسې حال کې چې ویاړي چې ددې لوبو په سېرېز کې د خپل پیاوړي ملي ټېم په څنګ کې ولاړ دی، ددې لومړي بریا پل نیکمرغه غواړي، ټول افغان ولس ته یې مبارکي وایې او د الله دربار ته لاس په دعا دی چې ددې جام بریاوي ټولې د افغان کرکټ ملي ټېم په برخه شي.

Satisfied with the product features?