IBA News

د افغانستان اسلامي بانک د ښځینه وو لپاره د ځانګړو خدمتونو یا نساء بانکدارۍ نوی محصول، نن د یوې پرتیمنې غونډې په ترڅ کې چې لس ګونه ښځینه سوداګرو او متشبثو مېرمنو پکې ګډون درلود، ګټې اخیستنې ته وسپاره او عملاً یې پرانیستنه وکړه.
په یاده غونډه کې چې د شنبې په ورځ د مارچ دېرشمه او د وري په لسمه نېټه په کابل ښار کې جوړه شوې وه، د افغانستان د اسلامي بانک مرستیال دکتور شریف الله ابراهیمی او د سوداګرو او متشبثو ښځو په استازیتوب دوه مېرمنو خبرې وکړې او د افغانستان اسلامي بانک له دې نوي اقدام څخه یې ستاینه وکړه او دا محصول یې د ښځینه وو لپاره ډېر ګټور او د ارزښت وړ و ګڼلو او د غونډې په پای کې یې د نساء بانکدارۍ د خدماتو رسمي پرانیستنه وشوه.

Satisfied with the product features?