IBA News

 د افغانستان اسلامي بانک د خپل فعالیت د پیل لومړۍ کلیزه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کیک په پرې کولو سره ولمانځله.

په هغه محفل کې چې په همدې مناسبت د افغانستان اسلامي بانک د مرکزي دفتر په انګړ کې جوړ شوی و، د بانک مرستیال دکتور شریف الله ابراهیمی خبرې وکړې او په تېر یوه کال کې یې د افغانستان اسلامي بانک له کاري ټېم نه مننه وکړه چې په تېر یوه کال کې یې د اسلامي بانکدارۍ په پرمختګ او پیاوړتیا کې یې ونډه اخیستې او په خپلو هلو ځلو سره یې دا بانک د یوه بریالي بانک په توګه مطرح کړی، مننه وکړه او د هغوی د کار ستاینه یې وکړه.

د افغانستان د اسلامي بانک د مرستیال تر وینا وروسته، د افغانستان اسلامي بانک د فعالیتونو د پیل د لومړۍ کلیزې په مناسبت چمتو شوی کیک د بانک د مرستیالانو او  مدیره پلاوي د غړیو له خوا په ګډه پرې کړای شو او ګډونوالو په خوشحالۍ راتلونکو کلونو ته ددې بانک د فعالیتونو د دوام او بریا لپاره دعا وکړه.

Satisfied with the product features?