IBA NEWS

د افغانستان د اسلامي بانک نوي اجراییوي  رییس، همدارنګه د اسلامي بانکدارۍ ښه والی او امتیازات بیان کړل او څرګنده یې کړه چې اسلامي بانکداري د هر سکتور ستونزو ته که هغه ساختماني وي،زده کړو سکتور وي یا کوم بل سکتور، د حل لارې لري.  همدارنګه په یاده ناسته کې د افغانستان اسلامي بانک د غوره مشتریانو په استازیتوب د ځدران ګروپ کمپنیو مشر اعتبار خان ځدران خبرې وکړې او د افغانستان اسلامي بانک د نوي رییس په توګه یې د ښاغلي الفلاحي د ټاکنې له امله نوموړي او د بانک ادارې ته مبارکي وویله

په همدې ډول د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مرستیال عبدالجبار صافي ، د یادې ټولنې د غړو په استازیتوب خبرې وکړې، د ښاغلي الفلاحي ټاکنه یې د افغانستان اسلامي بانک ادارې ته یو غوره ګام وبللو او د افغانستان د ولسي جرګې غړي او ملي سوداګر ښاغلي خالد اسد هم، د افغانستان اسلامي بانک د نوي رییس د ټاکل کېدو له امله مبارکي وویله، او د بانک له فعالتیونو څخه یې خوښي څرګنده کړه.

په پای کې د افغانستان اسلامي بانک شرعي سلاکار محب الله شریف د ناستې د پای دعا ولوسته او د بانک د ټولو مشتریانو یې مننه وکړه چې پر دغه بانک یې باور او اعتماد وکړ .همدارنګه دعا یې وکړه چې د بانک ادارې ته الله توفیق ورکړي تر څو د خلکو توقعات پوره کړي.

Satisfied with the product features?